چارواکي وایي، بادغیس ولایت کې وسله والو طالبانو لږ تر لږه د ملکي وګړو لس کورونه سوځولي دي.
د بادغیس ولایت والي محمد انور اسحاقزي کلید ته وویل، چې دا پېښه د جمعې په شپه د یاد ولایت په اب کمري ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې وسله والو طالبانو د یادې ولسوالۍ په یو شمېر کليو بریدونه وکړل.
اسحاقزی وایي، په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی خو د ټپیانو په اړه تر اوسه معلومات نشته.
د بادغیس والي زياتوي، چې وسله وال طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري په شا تمبول شوي او یو پلاوی هم د پېښې د څرنګوالي لپاره سیمې ته تللی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بادغیس ولایت په لودېځ کې له ناامنو ولایتونو ګنل کېږي، چې وسله وال طالبان په کې په بېلابېلو ولسوالیو کې فعاليت کوي.