139
۱۵ تله ۱۳۹۶
لیکونکی: عابده طلايي

د مرخېړيو د تولید کاروبار

پـه وروستیــو کلـونــو کــې افغــان ښځــو هــم د نارينهوو په څېر د تولیدي کاروبارونو په برخه کې پرمختګونه کړي دي او له کوچنیو تر لويو کاروبارونو يې رامنځته کړي دي.
کابل مېشتــه مېــرمـن نســا رضـايــي د همدې مېرمنو له ډلې ده چې په بېلا بېلو برخو کې يې خپل بخت ازمویلی دی. دوه کاله وړاندې يې په ۵زره افغانيو پانګې د مرخېړيو د تولید کاروبار پیل کړ او ښه تولیدات هم لري، خو نوموړې وايي، د تولید لپاره مناسبې او کافي پانګې ته لاسرسی نه لري، له همدې کبله يې کاروبار ډېر پرمختګ ونه کړ.
نــومــوړې چــې د كابـل ښـار د دشت برچي په سيمه كې اوسېږي د خپـل كور په يوه خونه كې مړخېړي توليدوي. اته تنه نورې ښځې يې هم تر لاس لاندې كار كوي او د مرخېړيو توليد يې هغوی ته هم ور زدهكړی دی.
نسا رضايي وايي، دوه كاله وړاندې يې د (ښځه د ښځو لپاره) موسسې له خوا د مرخېړيو توليد زدهكړی.
نوموړې زياتوي، مرخېړي ښه حاصلات لري، خو دا يې د توليد لپاره پراخ ځای او پانګه نه لري چې په ډاډه زړه خپل كار ته دوام وركړي: ((د مړخېړيو توليد سپور، وښو، پلاستيكي كڅوړو او ځانګړي ځای ته اړتيا لري چې د تودوخې درجه يې د سانتي ګرېد له ۲۵ تر ۳۰ درجې پورې وي.))
نسا هم د نورو سوداګرو ښځو په څېر د خپل محصول د خرڅلاو لپاره سرګردانه ګرځي او وايي كله ناكله خپل محصول ماركېټونو او يا هم نندارتون ته وړي خو تولیدات يې په ډېره کمه بيه پلورل کېږي مګر په مارکېټ کې يې بیا نور هټۍوال په لوړه بيه پلوري: ((د فاينېسټ په نوم د پلورنځیو شبکه له موږ مرخېړي کیلو په ۶۰ افغانۍ پېري او بېرته يې په ۱۴۰ افغانۍ پلوري، خو تر هغو چې پلورل شوي نه وي موږ ته پيسې نه راكوي، ځكه نو ډېر ځله داسې هم شوي چې مرخېړي نه دي پلورل شوي او بېرته يې موږ ته سپارلي دي.))
نسا وايي، په نندارتونونو كې يې د بازار د نشت ستونزه د كرنې او مالدارۍ له وزير سره شريكه كړې او هغه هم ژمنه ورسره كړې چې په دې برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموي.
نوموړې زياتوي، په دشـت بـرچــي سيـمه كې د سوداګرو ښځــو لپـاره د محصولاتو د خرڅلاو هېڅ ماركېټ نشته ځكه زيات وخت خپل توليد شوي مرخېړي په كمه بيه په ګاونډيانو پلوري.
نسا رضايي د مړخېړيو د توليد په تړاو وايي، د مړخېړيو سپور لومړی په شګو كې ښخېږي او له پنځلسو ورځو وروسته بيا د وښو په منځ كې په پلاستيكي كڅوړو كې اچول كېږي چې له يوې مياشتې وروستــه حاصــل وركوي: ((هره پلاستيكي كڅوړه درې ځلې حاصل وركوي.))
نوموړې زياتوي، كه چېرې د مړخيړيو د توليد لپاره پراخ ځاي ولري، نو پېرونکي يې ډېر زيات دي: ((په كابل ښار كې رستورانونو، ادارو او په هوايي ډګر كې يو شركت ما ته وړانديز وكړ چې تړون ورسره وکړم ځكه غواړي په پروازونو كې د مسافرينو لپاره خواړه چې اوس له دوبۍ واردېږي، همدلته په هېواد كې جوړ شي، خو زه يې د توليد لپاره ځای نه لرم او نه هم پانګه لرم.)) نسا په دې برخه کې مسوول چارواكي سوداګرو ښځو ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي تل دوی ته ويل كېږي چې په خپلو پښو ودرېږي او په ځان بسيا شي په داسې حال كې چې هېڅوك يې لاسنيوی نه كوي: ((د يوه بنسټ له خوا سوداګرو ښځو ته پور وركول او هغوی ته د محصول د خرڅلاو لپاره ماركېټ جوړول، هغه چارې دي چې سوداګرې ښځې په پښو دروي، خو موږ ورته لاسرسی نه لرو.))
نوموړې زياتوي، په كډوالۍ كې يې چې په ايران كې وه، د كرنې په برخه كې كار كړی او هېواد ته په راستنېدو يې ارايشګاه جوړه كړه او اوس هم د مرخېړيو د كرنې تر څنګ ښځينه جامې هم ګنډي او د ښځينه جامو يو پلورنځي ته يې د خرڅلاو لپاره وړي.
نسا وايي، بې زحمته لاس ته راغلې پيسې يې هېڅ نه خوښېږي، خوشحاله ده چې په خپل زيار پيسې ګټي او د خپل ژوند د ښه کولو په لاره کې لګوي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *