113
۱۴ تله ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفیق هېوادپال

څلورو دولتي چارواکو ته مډالونه ورکړل شول

جمهور رئيس محمد اشرف غني په روغتيايي چارو کې خپل سلاکار تيمور علم، د جمهوري رياست د دفتر لوی رياست د پاليسۍ، څارنې او بررسۍ مرستيال عبدالسبحان روف، د ټولګټو چارو وزارت د وسپنې پټلۍ د ادارې لوی رئيس محمد يما شمس او له فساد سره د مبارزې عالي ادارې لوی رئيس سيد غلام حسين فخري ته د خدمتونو او هڅو د تقدير او ستاينې په خاطر د غازي مير مسجدي خان دولتي عالي مډالونه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړل.
په دغو مراسمو کې، چې تېر مازديګر په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري رياست فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر په دې اړه د جمهور رئيس جلا فرمانونه ولوستل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور رئيس غني د مډالونو له ورکړې وروسته په ورسپارل شوو دندو کې د يادو چارواکو زحمتونه، هڅې، امانتداري او صداقت وستايه او ويې ويل، د مکافاتو او مجازاتو مسئله جدي نيول کېږي او هغه کسان، چې په خپلو دندو کې وړتيا له ځانه وښيي، قدرداني او ستاينه به يې وشي.
د مراسمو په پای کې تيمور علم، عبدالسبحان روف، محمد يما شمس او سيد غلام حسين فخري په خپلو خبرو کې له جمهور رئيس څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې په ورسپارل شوو چارو کې ژمن وو او تر پخوا به زياتې هڅې وکړي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *