84
۱۴ تله ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفیق هېوادپال

“اسيايي پراختيايي بانک دې د ټرانزيټ د پراخوالي په اړه د خبرو رهبري پر غاړه واخلي”

جمهور رئيس محمد اشرف غني د اسيايي پراختيايي بانک مرستيال وينکای ژانک سره د ليدنې په مهال له نوموړي غوښتنه وکړه، چې دغه بانک دې په سيمه کې د ټرانزيټ د پراخوالي په اړه د خبرو رهبري پر غاړه واخلي، ترڅو د سوداګرۍ حجم لوړ او اقتصاد پياوړی شي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ليدنه پرون مازديګر په ارګ کې ترسره شوه.
جمهور رئيس غني وويل، د اوبو مديريت پر ظرفيت جوړونې تمرکز لري او غواړي اسيايي پراختيايي بانک ورسره د کرنيزو بندونو په جوړولو کې مرسته وکړي، ځکه د اوبو لګولو بندونه د کرنې د ودې، د کرنيزو حاصلاتو د زياتوالي او د ښارونو څېرمه سيمو د اقليم ښه والي لپاره مهم دي.
هغه زياته کړه، که چېرې اسيايي پراختيايي بانک د پروژو د مديريت او قراردادونو په برخو کې افغانان وروزي، غوره به وي، ځکه پخوا په دې برخو کې حقوقي ستونزې موجودې وې او يو شمېر پروژې ځنډېدې.
د ليدنې په پای کې د اسيايي پراختيايي بانک مرستيال وينکای ژانک وويل، په خپلې نوې ستراتېژۍ په ځانګړي ډول د پروژو د څارنې او ساتنې، د پروژو د لګښت ټيټوالي، د پروژو د مديريت او قراردادونو په برخو کې به د افغان دولت غوښتنې په پام کې ونيسي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *