ads

ميدان وردکو ولايت کې يو ترهګر نيول شوی

چارواکي وايي، په ميدان وردکو ولايت کې د يوه ترهګر بريدکوونکي په نيولو يې د يوه بريد مخنيوی کړی دی.
د ميدان وردکو ولايت د امنيې قومندانۍ وياند نقيب اميني کليد ته وويل، د محمد اکمل په نوم يو ماين خښوونکی چې د دې ولايت د جلرېز ولسوالۍ د سيد خېلو د کلي اوسېدونکی او د مولوي نقيب الله او مولوي امين الله ترهګرو د ډلې حرفوي ماين خښوونکی دی نيول شوی.

نویسنده: sarwan
13 تله 1396

اميني زياتوي، ياد کس د امنيې قومندانۍ د جنايي جرمونو د مبارزې مدير له لوري بل فعل نيول شوی، چې په عمومي لاره کې يې ماين خښاوه.
دی وايي، له نيول شوي کس سره د ماين دوه عدده پټاقۍاو مخابروي کوډونه نيول شوي دي او زياتوي، چې ياد سړي په خپل جرم اعتراف کړی.
د سرچينې په وينا، د ياد نيول شوي کس لويې څارنوالۍ د لا څېړنې په موخه معرفي شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA