د امريکا وايي، متحد ايالتونه د پاکستان د سياسي ثبات په اړه اندېښنه لري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن د پاکستان له بهرنيو چارو وزير خواجه اصف سره له کتنې وروسته خبريالانو ته وويل، امريکا نه يوازې د پاکستان د سياسي راتلونکې بلکې د دغه هېواد د سياسي ثبات په اړه هم اندېښمنه ده.
ټېلرسن دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له دې وکړې، چې د متحدو ايالتونو دفاع وزير او لوی درستيز د خپل هېواد د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته په زغرده وويل، چې د پاکستان ای اېس ای د افغان طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کوي.
د متحدو ايالتونو دفاع وزير جېمز مټيس وويل، چې پاکستان ته يو بل چانس هم ورکوي چې په خپل دريځ کې بدلون راوړي.
ټېلرسن همداراز وويل، د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې د سيمې په کچه خورا مهمې دي. دی زياتوي پاکستان نه يوازې د افغانستان په مسله کې مهم دی بلکې د ده په وينا په سيمه کې اساسي رول لري.