د نړیوال بانک له خوا د ښار جوړونې وزارت په چوکاټ کې د ښارونو د پراختیا په موخه د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د شل میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې عملي کېږي، چې یوه برخه یې خوست ته هم ورکول کېږي.
یاد پروګرام دوه برخې لري، چې لومړنۍ یې UDSP د شل میلیونه ډالرو په ارزښت او په راتلونکي کې بله یېSIP ده، چې دوه سوه میلیونو ډالره به یې په همدې پنځو ولایتونو وېشل کېږي.
د خوست ولایت چارواکو په خبره، چې هر ولایت ته د ظرفیت په بنسټ بودیجه ورکول کېږي.
د خوست ولايت د ښار جوړونې ريیس ابراهیم الله ولیزوی وايي، د دې پروژې لومړی برخه به د ډېټابېس جوړونې، ظرفیت لوړونې او ستراتیژیک پلانونو د جوړونې په برخو مصرفېږي.
چارواکي وايي، د یادو پلانونو دوییمه برخه د دوه سوه ملیونو ډالرو په ارزښت پروژې دي، چې د ښارونو د پراختیا په برخه کې به لږول کېږي.
د ولیزوی په وینا چې د دويمې پروژې په برخه کې به بنیادي او د ښار د پراختیا په موخه نورې اړینې پروژې په پام کې ونیول شي.
د خوست ځايي چارواکي د نړیوال بانک له لوري د مرسته شوې پیسو د لګښت په اړه د شفافیت ډاډ ورکوي او په وینا یې چې د دې پیسو په مصرف سره به په ښار کې اساسي نیمګړتیاوې تر یوې کچې پوره شي.