د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د لس میلیونه افغانیو په ارزښت یې د څلورو بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې پیل کړې.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن یې د مرکز د مهترلام ښار کې د ښاروالۍ په مالي لګښت د څلورو بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې د والي عبدالجبار نعیمي او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې پیل کړې.
سرچینه وایي، په دغو پروژو کې چې د ښار په بېلابېلو ساحو کې به ترسره کېږي، د ۱۶۲ مټرو په اوږدوالي او د ۷ مټرو په پراخوالي د دوو سړکونو کانکرېټ رېزي، د ۷۲۰ مټرو په اوږدوالي د ویالو پخول، د ۹۲ مټرو په اوږدوالي د پلیو لارو جوړول، د ۲۰ عدده کثافت دانیو او د څارویو په منډوي کې د اوبو د ذخیرې او اطاق جوړول او دغه راز په نوي جوړېدونکي تفرېحي پارک کې د دوه سېټه تشنابونو او یوې حلقې څا کيندل شامل دي.
خبرپاڼه وایي، په دغو ټولو پروژو نږدې لس میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي.