په خوست کې د فوټبال هغه لوبې، چې نږدې دوه اونۍ وړاندې پيل شوې وې، تېر مازديګر پای ته ورسېدې.
په دې سياليو کې د فوټبال ځايي شپږو لوبډلو برخه درلوده او پايلوبې ته يې د پوليسو او نبي افغان لوبډلې وتلې وې.
د پوليسو لوبډلې دوه د صفر په وړاندې پايلوبه وګټله او د دغو لوبو اتلوالي يې په خپل نوم کړه.
په خوست کې تر ډېره ورزش ښه روان دی، خو په دې وروستيو کې د فوټبال لوبې مينه وال او سيالۍ د نورو هغو په پرتله مخ په زياتېدو دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ