ads

جميله اميني: د فراه ښار له سختو امنيتي ګواښونو سره مخ دی

د فراه ولايتي شورا له سختو امنيتي ګواښونو سره د فراه ښار د مخ کېدو خبر ورکوي.
د فراه د ولايتي شورا رئيسه جميله اميني وايي، اوس مهال د ياد ولايت شيب کوه، پشت کوه، بالابلوک او پشت رود ولسواليو کې وسله وال طالبان پراخ شتون لري او له امنيتي ځواکونو سره پر جګړې بوخت دي.

نویسنده: sarwan
12 تله 1396

نوموړې کليد ته وويل، پشت رود د فراه ښار مرکز ته نږدې ولسوالي ده او د دې ولسوالۍ د نوبهار، روقه، رج، ګرم توت او ګينه کان کلو ټولو اوسېدونکو د جګړو له کبله خپلې سيمې پرېښي او نورو ولايتونو ته کډوال شوي دي.
جميلې زياته کړه، په تېرو څو ورځو کې د امنيتي ځواکونو پنځه پوستې د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوې. د هغې په وينا، که مرکزي چارواکي فراه ته پاملرنه ونه کړي، دا ولايت به د تېر کال په څېر بيا د سقوط له ګواښ سره مخ شي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري تاييدوي، چې په دې وروستيو کې د طالبانو بريدونه په ياد ولايت کې پراخ شوي او کله ناکله د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي. د نوموړي په خبره، د ټولو امنيتي ځواکونو په همغږۍ تصفيوي عمليات پيل شوي او وسله والو طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
مهري زياتوي، اوس مهال د فراه امنيتي وضعيت د اندېښې وړ نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ طالبانو د دغه ولايت د پشت کوه ولسوالۍ کنيسک او تخت سنګ سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې ۱۶ پوليس او دوه ملکي وګړي ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA