ads

سپينه ماڼۍ: شمالي کوريا سره خبرې نه کوو

سپينه ماڼۍ وايي، چې له شمالي کوريا سره د اټومي وسلو په اړه مذاکرات نه کوي.
د امريکا د بهرنو چارو وزير ريکس ټېلرسن څو ورځې وړاندې وويل، غواړي له شمالي کوريا سره خبرې وکړي او په خبره يې، واشنگټن له پيونگ يانگ سره په مستقيمه توگه مذاکرات کوي، خو د سپينې ماڼۍ ويانده سارا سېنډرز وايي، دوی په دې خبره پوه دي، چې اوس د خبرو وخت نه دی.

نویسنده: sarwan
11 تله 1396

سېنډرز د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، له شمالي کوريا سره يوازې د هغو امريکايانو په اړه خبرې شوي، چې هلته بنديان دي او دوی غواړي هغوی بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي.
هغې زياته کړه، چې له دې مسئلې نه علاوه له شمالي کوريا سره پر بله کومه موضوع د خبرو امکان نشته دی.
تر دې مخکې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په ټوېټر کې خپل د بهرنيو چارو وزير ريکس ټېلرسن ته مشوره ورکړې وه، چې له شمالي کوريا سره دې په خبرو خپل وخت نه ضايع کوي او په وينا يې، متحده ايالات به هغه څه وکړي، چې ورته اړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA