ads

د غور په غلمين سيمه کې تصفيوي عمليات پيل شوي

امنيتي ځواکونو د غور ولايت په غلمين سيمه کې تصفيوي علميات پيل کړي دي.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي کليد ته وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ د امنيتي ځواکو له لوري د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف پيل شوي دي.

نویسنده: sarwan
11 تله 1396
د غور په غلمين سيمه کې تصفيوي عمليات پيل شوي

امنيتي ځواکونو د غور ولايت په غلمين سيمه کې تصفيوي علميات پيل کړي دي.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي کليد ته وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ د امنيتي ځواکو له لوري د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف پيل شوي دي.
هغه زياته کړه، طالبانو د يادې سيمې په ټولو لارو کې ماينونه ښخ کړي او تصفيوي علميات ډېر پرمختګ نه لري.
د خطيبي په وينا، طالبان د ملکي خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي او له دې کبله نه شي کېدای، چې هوايي عمليات هم ترسره شي.
د فېروزکوه غلمين سيمه لږ تر لږه يوه مياشت کېږي، چې د وسله والو طالبانو په ولکې کې ده.
په دغه موده کې د ښخ کړل شوو ماينونو د چاودنو له کبله لږ تر لږه اووه امنيتي سرتېري او درې وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA