ads

ګردېز کې د عاشورا مراسم د امن په فضا کې ترسره شول

د پکتيا مرکز ګردېز کې د لږکيو اهل تشيع لخوا د عاشورا مذهبي مراسم د امن په فضا کې ترسره شول.
د پکتيا امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزي نن کليد ته وويل، د دغو مراسمو د ښې نمانځنې لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي وو او مراسم په ډاډمن امنيت کې ترسره شول.

نویسنده: sarwan
10 تله 1396

هغه زياته کړه: “د دغو مراسمو د نمانځنې لپاره د امنيتي ځواکونو لخوا ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي وو، د پکتيا مرکز ګردېز اوسېدونکو دغه مراسم په ډېر ښه شکل ونمانځل او د خدای په فضل کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.”
نوموړی وايي، د پکتيا امنيتي ځواکونه به د ورته مذهبي او ملي مراسمو د نمانځنې لپاره کلک تدابير نيسي او د مخالفينو پلانونه به شنډوي.
د محرم لسمه هر کال په ټوله نړۍ کې د اهل تشيع لخوا د مذهبي مراسمو په توګه نمانځل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA