په امريکا کې وسله وال بريد لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
امنيتي سرچينې وايي، پېښه د لاس ويګاس ايالت په يوه هوټل کې د کنسرت په مهال رامنځته شوې ده.
په کنسرت کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه، خو يوه وسله وال يې پر ګډون کوونکو ډزې وکړې، دوه تنه يې ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.
بريد کوونکی هم د پوليسو له لوري وژل شوی دی.