ads

کاپيسا کې ماين چاودنې ملکي وګړي ټپيان کړي

په کاپيسا ولايت کې پر يوه بايسکل د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه شوې ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي کليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار نږدې نهه بجې د دويم کوهستان په جمال اغې بازار کې شوې ده.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396

هغه زياته کړه، چې د چاودنې له کبله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
خو د کاپيسا د مرکزي روغتون يو ډاکټر اغا شېرين وايي، د پېښې له ځايه د دوی رغتون ته اووه ټپيان وروړل شوي، چې يو ماشوم او نور ځوانان دي او د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.
د جمال اغې بازار يو شمېر دوکانداران هم وايي، په دې پېښه کې شاوخوا لس کسان ټپيان شوي، چې د کاپيسا او پنجشېر ولايتونو مرکزي روغتونونو ته وړل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې سږ کال د کاپيسا په يو شمېر سيمو کې شوو چاودنو يوازې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA