ads

ننګرهار کې د روميانو د پروسس پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد

په ننګرهار ولايت کې د روميانو د پروسس پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، ياد پروګرام د کرنې او مالدارۍ رياست په همغږۍ د کرنيزې پرمختيا سيمه ييز پروګرام (RADAP-E) او د ګيفټ ټو زيسټ(GIFT to ZEST) پروسس کمپنۍ له لوري د شلو ښځو لپاره د دې کمپنۍ په انګړ کې داير شوی و.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396

د نوموړې کمپنۍ د تخنيکي روزونکو له لوري له روميانو څخه د معياري روب او کيچپ جوړولو عملي زده کړې او مهارتونه دغو ښځو ته ور وښودل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزي د سبزيجاتو د پروسس پر اړتيا او ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې.
هغه د کرنيزې پرمختيا سيمه ييز پروګرام او د ګيفټ ټو زيسټ پروسس کمپنۍ له تخنيکي او مالي مرستو مننه وکړه او هم يې روزل شوو شلو ښځو ته تصديق ليکونه ووېشل .
د ياد روزنيز پروګرام په پای کې د سبزيجاتو پروسس شوي محصولات هم نندارې ته وړاندې شول، چې د دغو ښځو له لوري د روزنيز پروګرام په جريان کې جوړ شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA