ads

مسلمیار: څوک چې زما له نومه په استفادې قانون ماتوي، قانون دې پرې پلی شي

د مشرانو جرګې رییس وايي، په ننګرهار کې د پولیسو تشکیل لپاره په تېرو پنځلسو کالو کې کار نه دی شوی او ډېر ژر به دا مسله د حل په موخه کابل کې د حکومت مشرانو سره شریکه کړي.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396
مسلمیار: څوک چې زما له نومه په استفادې قانون ماتوي، قانون دې پرې پلی شي

د مشرانو جرګې رییس وايي، په ننګرهار کې د پولیسو تشکیل لپاره په تېرو پنځلسو کالو کې کار نه دی شوی او ډېر ژر به دا مسله د حل په موخه کابل کې د حکومت مشرانو سره شریکه کړي.
نوموړي د ننګرهار امنیتي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ او له چارواکو یې وغوښتل، څو هغو کسانو سره هم قانوني چلند وکړي، چې ځانونه ده پورې تړلي بولي.
د فضل الهادي مسلمیار په مشرۍ د مشرانو جرګې یو پلاوی د جمعې په ورځ د ننګرهار امنیتي حالت ارزونې په هدف جلال اباد ته سفر کړی و.
ياد پلاوي د ننګرهار ولایتي ادارې مسوولینو سره ناستې وکړې او هم یې د یوې خبرې غونډې پر مهال خبریالانو ته معلومات ورکړل.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وویل، چې جمهور رییس محمد اشرف غني سره یې د ننګرهار امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي او ډېر ژر به د شته ستونزو حل لپاره کار وشي.: (( له جمهور رييس سره مې خبرې پرون وکړې، ډېر مسایل د ننګرهار په اړه وو، موږ باوري یو چې د پولیسو تشکیل به ژر حل کړو.))
د مشرانو جرګې رییس وویل، چې د امنیت ټینګښت پر لارو چارو یې ولایتي چارواکو سره هم خبرې وکړې او یو شمېر مسایل به د مرکز په کچه وڅاري.
نوموړي وویل، چې د مشرانو جرګې غونډې ته به د حکومت لوړپوړي مشران د ننګرهار امنیتي وضعیت په تړاو معلوماتو لپاره راوغواړي.: (( ځينې مسایل مو دلته مسوولینو ته سپارښتنې وکړې او هغه څه چې مرکز پورې اړه لري هغه به د کورنیو چارو له وزیر او د ملي امنیت له رییس سره شریک شي.))
د دې پوښتنې په ځواب کې چې دلته په امنيتي سکتور کې ګڼ کسان چې په دنده کې پاتې راغلي د ده ملاتړ لري وويل، دی د هغه چا ملاتړ نه کوي چې ولس ته په خیر نه وي او له دندو دې ګوښه شي.
فضل الهادي مسلمیار د قانون په تطبیق ټینګار وکړ او وویل، چې قانون باید په ټولو یو شان تطبیق شي څو ټولنه کې اصلاحات رامنځته شي.: (( هر څوک چې ناسمې کړنې کوي او یا قانون په ځان نه مني او زما له نوم او ادرس څخه استفاده کوي، زما دوست نه دی امنیتي ځواکونه دې قانون پرې پلی کړي.))
ادعاوې کېږي، چې په ملکي او نظامي ادارو کې په دندو ګمارل شوي مسوولين د پارلمان غړو پورې تړلي کسان دي او په ډېرو مواردو کې یې حمایت کېږي.
مدني فعال نور اغا ځواک له کلید سره په خبرو کې بیا په ولایتي ادارې نیوکه وکړه، چې دوی په ځلونو له مدني فعالانو او ولسونو سره په ناقانونۍ کې د یو شمېر وکیلانو یادونه کوي، خو نومونه یې له ولس سره نه شریکوي.: (( ټول مسوولیت د ولایتې ادارې دی، په هر مجلس کې وایي، چې د ننګرهار په ګڼو مسایلو کې د وکیلانو لاس دی، خو وخت چې د سپیناوي راشي بیا یې نومونه نه اخلي.))
دا په داسې حال کې ده، چې په ننګرهار په ځانګړي ډول جلال اباد ښار کې د ناامنیو زیاتوالی او هدفي وژنې په ډېرېدو سره ټولنیزو رسنیو کې په ولایتي چارواکو سختې نیوکې کېږي او دوی د حالاتو په کنټرول کې په پاتې راتلو تورنوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA