ads

د کډوالۍ او بېځایه کېدلو بېپایه بهیر

په معاصره دوره کې د افغانانو د کډوالۍ کیسه هغه وخت پیلېږي چې د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په ۶مه پخواني شوروي اتحاد په افغانستان يرغل وکړ. که څه هم ښايي لومړيو کې فکر کېده چې د روسانو د ظلم، اشغال او بربريت تر پای ته رسېدو وروسته به افغانان بېرته په سړه سينه خپلو مېنو او هېواد ته راستانه شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول او له هغه وروسته په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال او تر هغه هم راوروسته تر دې مهاله په هېواد کې د جګړو له کبله د افغانانو د کډوالۍ او په کور دننه بې ځایه کېدو لړۍ روانه ده.

نویسنده: sarwan
8 تله 1396
د کډوالۍ او بېځایه کېدلو بېپایه بهیر

په معاصره دوره کې د افغانانو د کډوالۍ کیسه هغه وخت پیلېږي چې د ۱۳۵۸ لمريز کال د مرغومي په ۶مه پخواني شوروي اتحاد په افغانستان يرغل وکړ. که څه هم ښايي لومړيو کې فکر کېده چې د روسانو د ظلم، اشغال او بربريت تر پای ته رسېدو وروسته به افغانان بېرته په سړه سينه خپلو مېنو او هېواد ته راستانه شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول او له هغه وروسته په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال او تر هغه هم راوروسته تر دې مهاله په هېواد کې د جګړو له کبله د افغانانو د کډوالۍ او په کور دننه بې ځایه کېدو لړۍ روانه ده.
نه یوازې جګړو بلکې، بې وزلۍ، د کافي امنیت نشت، بې روزګارۍ او په ټوله کې پر دولت د خلکو بې باورۍ هم د دې بستر برابر کړ چې افغانان له خپل وطن او اصلي مېنو پردي ديار ته کډه شي.
اوس اوس د چارو شنونکي وايي، په تېره يوه نيمه لسيزه کې هم د نړیوالو په مرستو موړ افغان حکومت ونه توانېد چې خلکو ته امنیت تامين او د کار زمينه برابره کړي څو خلک په کور دننه ارام او پر ځان بسيا شي.
له دې منځــه د سيــاســي چــارو شنـونكــی جـاوېــد كوهستاني وايي، په څو وروستیو کلونو کې د کډوالۍ ستره لړۍ هغه وخت پیل شوه او د افغانستان ځوانې هستۍ او بشري پانګې اروپا ته مخه کړه چې پر دولت د خلکو بې باوري، د عدالت او قانون نه واكمني او بې روزګاري اوج ته ورسېده.
کوهستاني زياتوي، د هېواد اوسنيو كړكېچنو حالاتو ځوانان له خپل راتلونكي ناهيلي كړي او له همدې کبله دوی اړ شول چې هر ډول خطر ومني او له هېواده پښې سپکې کړي.
نوموړى وايي، پانګوال هم له همدې کبله چې باور وجود نه لري، د خپلې شتمنۍ او ژوند په اړه اندېښمن دي او هڅه کوي خپلې پانګې په بهرنيو هېوادونو کې په کار واچوي، چې دا د افغانستان لپاره اقتصادي مرګ بللای شي.

د بېرته راستنېدو ټكنی بهير
د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت وايي، سږ كال د دوی د تمې پر خلاف د بېرته راستنېدونكو لړۍ د تېر كال په پرتله كمرنګه وه.
د دغه وزارت چارواکي وايي، تېر كال، د كال په درېيو وروستیو مياشتو کې هره ورځ ۵ او ۶ زره افغانان هېواد ته راستنېدل، خو سږ كال د كال له پيل نه تر اوسه نېږدې ۳۰۰ زره تنه چې د ورځې په حساب هره ورځ شاوخوا ۲زره کسان کېږي هېواد ته راستانه شوي او ډېری يې له ګاونډيو هېوادونو ايران او پاكستان راغلي دي.
د كډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د چارواكو په وينا، سږ كال پاكستان ډېر لږ هغه كډوال شړلي چې په هغه هېواد كې يې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل، په داسې حال كې چې تېر كال دا شمېره لوړه وه.
د كــډوالــو او راستنــېــدونکــو چـــارو وزارت ويــانـــد اسلام الدين جرئت وايي، د تېر كال په پاى كې دوی داسې وړاندوينه كړې وه چې ښايي سږ كال هم شاوخوا يو ميليون افغانان هېواد ته راستانه شي.
نومــوړى زياتــوي، د كــډوالــو لپــاره د ملګــرو ملتــونو د سازمــان عالــي كمـشنــرۍ (UNHCR) تېر كال هر يوه بېرته راستنېدونكي ته ۴۰۰ امريكايي ډالره وركول، خو سږ كال د دې لپاره چې د يو ميليون بېرته راستنېدونكو لپاره تياری ولري، دا پيسې يې ۲۰۰ ډالره ته راكمې كړې: ((تېر كال مو يو ميليون او ۱۰۰ زره بېرته راستنېدونكي درلودل چې ډېری يې له ايران او پاكستان راستانه شول.))
جرئت زياتوي، د كډوالو نړيوال سازمان IOM)) د هغه راستنېدونكو سره مرسته كوي چې په ګاونډيو هېوادونو كې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري: ((تېر كال جمهور رييس هم له ملي بودجې ۱۷۱ ميليونه افغانۍ د همدې ډلې راستنېدونكو سره د مرستې لپاره ځانګړې كړې وې او سږ كال هم هر يوه راستنېدونكي ته ۷۰ امريكايي ډالره وركول كېږي.))
نوموړى وايي، افغانان له څلورو پولو سپين بولدك، تورخم، اسلام کلا او د نيمروز ولايت د ميلك له لارې هېواد ته راستنېږي چې په هره پوله كې له ۱۲ تر ۱۷ ملي او نړيوال بنسټونه له بېرته راستنېدونكو سره د لومړنيو مرستو لپاره چمتو دي.
د كډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواكي وايي، چې له ۱۳۸۶ كال راپدېخوا يې په ۲۷ ولایتونو كې ۳۲ ښارګوټي جوړ كړي چې هر ښارګوټی له ۴ زرو څخه تر ۶ زرو تنو د ځايولو ظرفیت لري. د چارواكو په وينا يوازې په كابل ښار كې درې ښارګوټي شته چې دوه يې په باريكاب او يو ښارګوټی د بګرامي ولسوالۍ اړوند د مموزي ښارګوټی دی.
د كډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواكي وايي، د ملي يووالي حكومت دا كاري پروسيجر د ځمكنيو اصلاحاتو ادارې ته سپارلی او يادې ادارې هم د كابل ولايت په شمالي برخه كې نيږدې ۳۰ زره نمرې ځمكه د بېرته راستنېدونكو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په هدف په نظر كې نيولې او په دې اړه د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت او اراضي ادارې تر منځ يو تړون هم لاسليك شوی و او د ۱۳۹۵ كال د ژمي په پای كې يې ودانيزې چارې پيل شوې.
د ۲۰۱۵ كال په پاى كې يو ميليون تنه چې دوه لكه ۵۰ زره يې افغانان وو، اروپايي هېوادونو ته د پناه اخيستو په هيله مخه كړه، خو اروپايي هېوادونو د دوی په وړاندې خپل قوانين تر پخوا سخت كړل او افغان دولت له اروپايي هېوادونو سره په ګډه د كډوالو د ستونزو د حل په لټه كې شو.
د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزارت مطبوعاتي سلاكار حفيظ احمد مياخېل وايي، اروپايي هېوادونو غوښتل چې ۸۰ زره افغانان په بېړني توګه له خپلو هېوادونو وباسي خو د خبرو اترو په پايله كې په دې قانع شول چې د ۸۰ زره پر ځاى په ۲۰۱۶ كال كې ۵۸۰ زره هغه افغانان چې په اروپايي هېوادونو كې د كډوالۍ په شرايطو برابر نه وو، بېرته هېواد ته راولېږي.
نوموړى زياتوي، خو په دې وروستيو كې چې د هېواد په زيات شمېر ولايتونو كې جګړه روانه ده او امنيتي وضعيت د ډاډ وړ نه دی، د جرمني هېواد اعلان وكړ چې د افغانانو د جبري شړلو لړۍ به له استثنايي مواردو پرته ودروي.

بې ځايه شوي
كه جګړو او نورو ستونزو لويه برخه افغانان اړ كړل چې نورو هېوادونو ته مخه کړي نو په هېواد دننه هم زيات شمېر افغانان د خپلو مېنو او سیمو پریښودو ته اړ شوي او بې ځایه شوي دي. که څه هم دې ډلې کسانو هم فکر کاوه چې د لنډ وخت لپاره به له خپل کلي او کور بې ځایه شي او بېرته به ور ستانه شي خو له بده مرغه ډېری کلي اوس مهال د جګړو ډګرونه دي او دوی همداسې بې کوره په سپېره ډاګ پاتې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وروستۍ شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۷ ميلادي كال له پيل څخه تر اوسه ۴۷ زره او ۴۰۴ تنه افغانان له خپلو سيمو بې ځايه شوي چې د هېواد د ۲۲ ولايتونو اوسېدونكي دي، د دې سازمان د شمېرو له مخې د بې ځايه شوو ۵۸ فيصده ماشومان دي چې له خپلو سيمو څخه په بې ځايه كېدو سره له زده كړو بې برخې پاتې شوي.
د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه څرګندوي چې كه چېرې حالات همداسې روان وي، ښايي د ۲۰۱۷ كال تر پايه پورې د بې ځايه شوو شمېر ۴۵۰ زرو تنو ته ورسېږي.
دا په داسې حال كې ده چې تېر كال د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريكا د ځانګړي سر څارونکي دفتر يا سيګار د راپور له مخې، په ۲۰۱۶ ميلادي كال كې له ۶۶۰ زره تنو زيات افغانان د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي وو.
د ملګرو ملتونو د انساني مرستو د همغږۍ دفتر په هېواد دننه د بې ځايه شويو شمېر يو ميليون ښودلی و خو په هېواد كې له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې اعلان كړی و چې شاوخوا ۱۶۱ زره بې ځايه شوې کورنۍ له دې ادارې سره ثبت دي.
افغان دولت او د ملګرو ملتونو سازمان د روان ميلادي كال په پيل كې د بې ځايه شوو وضعيت ته د رسېدنې لپاره د مرستو غوښتنه كړې وه.
افغانستان په ۲۰۱۶ كال كې په دې بريالی شو چې د بې ځايه شوو او د هغه كورنيو وضعيت ته د رسېدنې لپاره چې عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري له ۴۰۰ ميليون ډالره زياته نړيواله مرسته راجلب کړي.
خو سږ کال افغان حکومت تمه لري چې تر پخوا ډېرې نړيوالې مرستې جلب کړي.
وروستۍ شمېرې ښيي چې د بېځايه شوو شمېر يو لك او ۶۱ زره كورنۍ دي، د ټول هېواد څخه د ۱۳۹۶ كال له پيل تر اوسه ۲۸ زره كورنۍ د جګړو، تاوتريخوالو او ناامنيو له كبله بې ځايه شوې چې زياته برخه يې د بغلان، كندز، ننګرهار، هلمند، ارزګان او سرپل له ولايتونو دي او له دې شمېر ۹۲۱۳ كورنۍ خپلو اصلي مېنو ته بېرته ستنې شوې دي.

د بې ځایه شوو لاسنيوی
د كډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواكي وايي، په لومړيو ۴۴ ساعتونو كې له پېښو سره د مبارزې اداره، نړيوال سور صليب او د بېړنيو پېښو كميټه دا مسووليت لري چې له بې ځايه شوو سره همكاري وكړي او له ۴۴ ساعتونو وروسته بیا هغوی د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پورې اړوندېږي.
د كډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت وايي، له ۱۳۹۶ كال له پيل تر ننه پورې يې په مجموعي ډول ۲۶۲۵۱ بېځايه شوو كورنيو ته اړينې مرستې رسولې دي.
نوموړى وايي، د ۲۰۱۲ كال له پيل څخه هغه هڅې چې د كورنيو بې ځايه شوو د ملي پاليسۍ پر بنسټ ترسره شوې دي، ډېری د سيمه ييزو چارواکو له لارې سر ته رسېدلې دي.
نوموړى زياتوي، د هرات او ننګرهار ولايتونو چارواكو په دې برخه كې مثبت ګامونه پورته كړي: ((په هرات ولايت كې له ۲۰۰۶ كال راپدېخوا ۵ زره كورنۍ د مسلخ په كمپ كې ژوند كوي او ((UNDP سازمان د دوی لپاره د كور جوړولو او كار موندلو زمينه برابروي.))
اسلام الدين جرئت وايي، په نورو ولايتونو كې هم دې ته ورته پروګرامونه لري چې د واليانو او ولايتي شورا ګانو د استازو په همغږۍ به پر مخ لاړ شي.
د نوموړي په خبره، د يو ان هبيتات ادارې ورسره ژمنه كړې چې د بې ځايه شوو د ملي پاليسۍ پر بنسټ به د كډوالو لپاره كورونه جوړ كړي.
د كډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، شمېرې ښيي چې سږ كال د تېر كال په نسبت د بې ځايه شوو كورنيو شمېر كم شوی ځكه تېر كال يې د كال په نيمايي كې له يو مليون او ۲۰۰ زرو ډېر بېځايه شوي لرل، خو سږ کال تر دې مهاله يوازې يو ميليون کسان بې ځایه شوې دي چې يو لك او ۶۱ زره كورنۍ جوړوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA