ads

باميانو کې د افغانستان لومړنی انتخاباتي موزيم پرانيستل شو

د افغانستان لومړنی ټاکنيز موزيم د هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولينو او د سارک سازمان د اتحاديې د ټاکنو د انجمن غړو له لوري په باميانو ولايت کې پرانيستل شو.

نویسنده: sarwan
5 تله 1396
باميانو کې د افغانستان لومړنی انتخاباتي موزيم پرانيستل شو

د افغانستان لومړنی ټاکنيز موزيم د هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولينو او د سارک سازمان د اتحاديې د ټاکنو د انجمن غړو له لوري په باميانو ولايت کې پرانيستل شو.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون کمېشنر، منشي او وياند عدالبدېع صياد د ياد موزيم د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې په دې موزيم کې د جمهوري رياست له اول ځل ټاکنو تر اوسه پورې چې کوم توکي او امکانات کارول شوي دي، موجود دي.
همدارنګه د سارک غړو هېوادونو کې د ټاکنو د انجمن اتحاديې مسوولين د خپلو فرهنګي تجربو شريکولو او تبادلې لپاره د باميانو ولايت له بېلابېلو سيمو ليدنه کړې ده.
په ورته وخت کې د باميانو ولايت د والي مرستيال محمد اصف مبلغ وايي، چې داسې سياحتي او فرهنګي سفرونه د سيمې له هېوادونو او د سارک سازمان له غړو هېوادونو سره د اړيکو د ټينګولو د لا ښه کېدو په برخه کې ډېره مرسته کوي.
د يادلو ده، چې د جنوبي اسيا د ټاکنيزو ارګانونو مسوولين به له بند امير او د دې ولايت له نورو تاريخي سيمو او منظرو هم ليدنه وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA