ads

ننګرهار کې د تعلیمي کال میاشت پوره کېږي، خو لاهم زده کوونکي ښوونځیو ته نه ځي

که څه هم د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال له پیل څخه دوه اوونۍ تېرې شوي، خو لا هم یوشمیر زده کوونکي په منظم ډول ښوونځیو ته نه حاضرېږي.

نویسنده: sarwan
4 تله 1396
ننګرهار کې د تعلیمي کال میاشت پوره کېږي، خو لاهم زده کوونکي ښوونځیو ته نه ځي

که څه هم د تودو سیمو د نوي ښوونیز کال له پیل څخه دوه اوونۍ تېرې شوي، خو لا هم یوشمیر زده کوونکي په منظم ډول ښوونځیو ته نه حاضرېږي.
د کتابونو نشتوالی، درسي بهیر ته د ښوونکو نه پاملرنه او د پوهنې ریاست له لوري کمزوری نظارتي سیسټم د شته ستونزو د دوام د لاملونو په توګه یادېږي.
د کامې ولسوالۍ د مراد عالي لېسې زده کوونکي ادریس له کلید سره په خبرو کې وویل، چې په ټول ټولګي کې دوه کتابونه ورکړل شوي، خو د لېسې د سر ښوونکي اولادونه د مکملو کتابونو درلودونکي دي.
نوموړی وایي، د تعلیمي کال یې دویمه میاشت روانه ده، په بازار کې د کتابونو د پېرلو توان نه لري او تش لاس هره ورځ تر ښوونځي ځي. (( زما نوم ادریس دی د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی يم، کتابونه د استادانو اولادونو ته رسېږي خو موږ ته نشته او په بازار کې يې وس نه لرو.))
ورته وخت کې د مومندرې ولسوالۍ د اېمل خان لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکي عمران کلید ته وویل، که د پوهنې ریاست د کتابونو د نشت خبره کوي، نو ولې بیا همدا د حکومتي چاپ کتابونه په بازار کې پېرل کېږي.
هغه وایي، که تعلیمي کال یې له سره همدا شان ټکنی روان وي، نو را تلونکي درسونه به یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.: (( زموږه په مکتب کې د کتابونو ستونزه ډېره ده، موږ ته یې نه را کوي خو په بازار کې بیا همدا د حکومت چاپ کتابونه پیدا کېږي ولې هلته یې مخه نه نیسي.))
د زده کوونکو د کورنۍ غړي وایي، اولادونو ته یې په ښوونځیو کې کتابونه نه دې وېشل شوي، چې له همدې له کبله ډېری زده کوونکي تر اوسه ښوونځیو ته نه دي تللي.
د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی اېمل وایي، خپل اولادونه یې سږ کال په ښوونځي کې شامل کړي خو تر اوسه ورته کتابونه د ښوونځي ادارې نه دي ورکړي.
هغه وایي، اولادونه یې ښوونځي ته ځي، خو د کتابونو د نه شتون له امله بېرته په نیمه ورځ کورته ور روان وي.
هغه وایي. :(( سږکال مې مکتب کې هلک داخل کړ، نه یې ورته کتابونه ورکړي او نه ورته درس ورکوي، موږ ته وایي کتابونه نشته دي او په ښار کې بیا همغه کتابونه دي. خدای دې دوی سره پوه شي.))
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وایي، دوی د ټولو ولسوالیو ښوونځیو ته کتابونه رسولي او په کم شمېر ښوونځیو کې زده کوونکي ترېنه د کتابونو له وېش څخه پاتې دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابو زاهد وویل، چې له لومړي تر شپږم ټولګې پورې زده کوونکو ته یې سږ کال د یو میلیون کتابونو د وېش پلان لري.: (( موږه له لومړي تر شپږم ټولګي پورې هېڅ د کتابونو ستونزه نه لرو، سږ کال مو یو میلیونه کتابونه وېشلي دي او لاهم دا لړۍ روانه ده.))
د پوهنې ریاست مرستیال دا ردوي، چې ګواکې په ښار کې دې د پوهنې وزارت چاپ کتابونه پلور کېږي، هغه وایي په خصوصي سکټور کې هر وګړی حق لري، چې د پوهنې وزارت چاپ کتابونه په ښار کې په بیه وپېري.
نوموړی د زده کوونکو له کورنیو غوښتنه کوي، چې په ښوونځیو کې هره ډول ستونزې حل شوي، خو دوی دې خپل اولادونه وهڅوي ترڅو یې درسي بهیر ټکنی نه شي.: (( زه دا خبره ردوم، دلته کشفي ارګانونه دي د حکومت کتابونه تحویلدار پورې ثبت وي، په ښار کې هېڅ نه وي، خو خصوصي سکټور والا یې بیا اخیستلای شي.))
د ننګرهار د لرو پرتو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي او زده کوونکي په داسې حل کې په ښوونځیو کې د کتابونو د نه شتون او ښوونځیو ته د زده کوونکو پر وخت د نه ورتګ یادونه کوي، چې د پوهنې ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې لا هم ددغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې تر ۱۲ پورې ښوونځي د وسله والو له وېرې د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA