ads

غزني کې د غير قانوني ودانيو جوړول ډېر شوي

د غزني والي وايي، په دې ورستيو کې غزني ښار کې د خپل سريو لوړ پوړيزو ودانيو جوړول ډېر شوي.
انجنير عبدالکريم متين د غزني ولايت والي د ښاروالۍ مسوولين په بې کفايتۍ تورن کړل او تر څنګ دوی ته کوتڅنډنه هم وکړه.

نویسنده: sarwan
4 تله 1396
غزني کې د غير قانوني ودانيو جوړول ډېر شوي

د غزني والي وايي، په دې ورستيو کې غزني ښار کې د خپل سريو لوړ پوړيزو ودانيو جوړول ډېر شوي.
انجنير عبدالکريم متين د غزني ولايت والي د ښاروالۍ مسوولين په بې کفايتۍ تورن کړل او تر څنګ دوی ته کوتڅنډنه هم وکړه.
نوموړي زياته کړه، که چېرې د غزني ښاروالۍ مسوولين په ښار کې د خپل سريو لوړ پوړيزو ودانيو جوړول په کم وخت کې وه نه دروي، د دغې ښاروالۍ ټول مسوولين به څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
متين زياتوي، سر له نن ورځې په دې ولايت کې د لوړ پوړيزو ودانيو د مخنيوي لپاره يې د ښاروالۍ، ښارجوړونۍ، عدليۍ او د غزني امنيۍ قومندانۍ ته لارښوونه کړې، چې په غزني ښار کې د خپل سريو لوړ پوړيزو ودانيو جوړول ودروي.
د متين په خبره، د لوړو ودانيو د جوړېدو لپاره دوی چاته اجازه نه ده ورکړې خو خلک يې په خپل سر جوړوي.
دا په داسې حال کې ده، چې غزني مېشتي د داسې کړنو ټوله پړه د غزني په سرپرست ښاروال اچوي او وايي، چې د نوي سرپرست په وخت کې دغه غير قانوني کړنې زياتې شوې دي.
ياده دې وي، چې له تېر يوه کال راهيسې د غزني ښاروالۍ د سرپرست لخوا اداره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA