ads

خوست کې (پر ماشومانو د درنو کارونو اغېز) په نوم ملي څېړنه پيل شوه

په سويل ختيخ زون کې د بشري حقونو دفتر مسوولينو (پر ماشومانو د درنو کارونو اغېز) په نوم ملي څېړنه په خوست ولايت کې هم پيل کړه.

نویسنده: sarwan
4 تله 1396
خوست کې (پر ماشومانو د درنو کارونو اغېز) په نوم ملي څېړنه پيل شوه

په سويل ختيخ زون کې د بشري حقونو دفتر مسوولينو (پر ماشومانو د درنو کارونو اغېز) په نوم ملي څېړنه په خوست ولايت کې هم پيل کړه.
د بشري حقونو د معلوماتو له مخې د ماشونو د کار او روزګار دغه څېړنه شپږ مياشتې وروسته بشپړېږي او پايلې به يې افغان حکومت سره شريکې کړي، تر څو حکومت د درنو کارونه څخه د ماشومانو د ژغورنې په برخه کې بريالي او پوره ستراتيژۍ جوړه کړي.
د هېواد په کچه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د ملاتړ څانګې مشر نجيب الله ځدراڼ بابکزی وايي، چې د څېړنې په بشپړېدو سره به خلکو ته دا هم ور زده کړي، چې درانه کارونه د ماشومانو په راتلوکي څومره منفي اغېزې کوي.
د ځدراڼ په خبره، ټول هېواد کې ۱۵ ميلونه ماشومان او تنکې ځوانان اوسېږي، چې له ډلې يې زرګونه په نشه يي توکو روږدي دي، يوه برخه يې کارګر او ځينې نور يې معلول دي.
د خوست مرستيال والي شېربادشاه ارګونی وايي، اوس لپاره ولايتي ادارې تردې دمه يوازې په ښار کې تر زرو پورې کارګر ماشومان ثبت کړي.
ارګونی زياتوي، دوی په دې برخه کې د ماشومانو د لاسنيوي هېڅ امکانات نه لري.
د معلوماتو له مخې که چېرې د ۳۴ ولايتو په کچه بې سرپرست او بې وزله ماشومانو لپاره د زده کړو او ژوند کولو اسانتياوې برابرې نه کړی شي، نو ۶.۵ ميليونه ماشومان د غربت او د ژوند د سرې کرښې لاندې راتلی شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA