ads

ميدان وردک كې يو طالب قوماندان وژل شوی

د ميدان وردګ امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د يو طالب قوماندان د وژل كېدو او درېيو طالبانو د ژوندي نيولو خبر وركوي.
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني كليد ته وويل، چې امنيتي ځواكونو د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ كې هوايي او ځمكني عمليات ترسره كړي دي.

نویسنده: sarwan
3 تله 1396

نوموړي زياته كړه، چې په دې عملياتو كې د حاجي خان په نوم طالب قوماندان وژل شوى او درې ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.
د اميني په وينا، حاجي خان د نرخ ولسوالۍ د دويم او درېيم نمبر لويو لارو په اوږدو كې په ډېرى تروريستي فعاليتونو كې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې ميدان وردګ ته د ځانګړو ځواكونو په تګ سره هلته د بهرنيو ځواكونو په ملاتړ هوايي او شپني بريدونه زيات شوي او په ترڅ كې يې د دولت وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اوښتي دي.
په تېره يوه مياشت كې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو كې له لسو زيات هوايي بريدونه ترسره شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA