ads

عراق کې د کردانو لخوا د خپلواکۍ ټولپوښتنه پيل شوې

د عراق د کردستان خلک نن د رايو صندقونو ته په تللو سره د دې سيمې د خپلواکۍ ټولپوښتنه کې ګډون کوي.
د عراق لومړي وزير حيدر العبادي د يکشنبې په ورځ دا ټولپوښتنه بې قانونه وبلله او ويې ويل، د مقابلې لپاره به ورته اړين تدابير ونيسي.

نویسنده: sarwan
3 تله 1396

د عراق د کردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنه داسې مهال روانه ده، چې پر عراق سربېره د دغه هېواد ګاونډيان په تېره ايران او ترکيه او د ملګرو ملتونو ډېرى غړي يې مخالف دي.
خو له دې مخالفتونو او فشارونو سره سره د عراق د کردستان مشر مسعود بارزاني خبري غونډې ته وويل، چې د نړيوال مخالفت له زياتېدلو سره سره به دا ټولپوښتنه کېږي.
د هغه په خبره، يوازې د خپلواکۍ له لارې کردان خپل راتلونکى امنيت خوندي کولى شي.
نوموړي د عراق له مرکزي حکومت سره ګډون ماته خوړلې تجربه وبلله او زياته يې کړه، چې دوى بيا دا تجربه تکرارول نه غواړي.
بارزاني پر بغداد تور ولګاوه، چې کردان يې له خپلو حقونو بې برخې کړي او سپکاوى ورته کوي.
نوموړي د ايران او ترکيې دا اندېښنه هم ونه منله، چې دغه ټولپوښټنه به په سيمه کې د بې ټيکاوۍ سبب شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA