ads

پکتيا کې د ولسي تړون پروګرام پيل شو

پکتيا ولايت کې د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست ولسي تړون پروګرام رسما پيل شو.
په دې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي، د ولايتي شورا رييس الله مير بهرامزوی، د ولايتي شورا غړو، د پکتيا ولايت د کليو بيا رغونې رياست او د ولسي تړون پروګرام مسوولينو، ولسوالانو، د ولسواليو د پرمختيايي شورا غړو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

نویسنده: sarwan
2 تله 1396
پکتيا کې د ولسي تړون پروګرام پيل شو

پکتيا ولايت کې د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست ولسي تړون پروګرام رسما پيل شو.
په دې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي، د ولايتي شورا رييس الله مير بهرامزوی، د ولايتي شورا غړو، د پکتيا ولايت د کليو بيا رغونې رياست او د ولسي تړون پروګرام مسوولينو، ولسوالانو، د ولسواليو د پرمختيايي شورا غړو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
د پکتيا ولايت له مقامه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې د غونډې په ترڅ کې د کليو پراختيا رياست رييس فضل هادي عاصم وويل، چې دغه لس کلن پروګرام به په لومړۍ څلور کلنه مرحله کې د پکتيا په شپږو ولسواليو (احمد ابا، سيد کرم، مېرزکه، څمکني، زرمت، ښواک او وزې ځدراڼ) کې پلی شي او وروسته به د دې ولايت نورو ولسواليو ته وغځول شي.
نوموړي وويل، چې د پروګرام په پيل کې د شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي او د کاري لومړيتوبونو له مخې به په يادو ولسواليو کې د عامې روغتيا، ښوونې او روزنې، د څښلو د پاکو اوبو برابرولو او برېښنا په برخه کې پروژې پلې کړي.
په ياده غونډه کې د پکتيا والي شميم خان کټوازي وويل، چې د اوسني نظام ستنې په ولس ولاړې دي او موجوده حکومت هم د ولس د ښه والي او سوکالۍ لپاره خپل ټول امکانات په کار اچولي دي.
نوموړي زياته کړه، جګړه د بيا رغونې په لاره کې خنډ نه شي ګرځېدلای او ولايتي اداره به په همدې مفکورې د خپلو خلکو د هوساينې لپاره هلې ځلې وکړي.
د شميم خان په خبره، راتلونکي کلونه به د پکتيا د ابادۍ لپاره زرين کلونه وي او هيله من دی، چې د مرکزي حکومت په همکارۍ به د تېرو کلونو په پرتله درې چنده زياتې پروژې پلې کړي. کټوازی زياتوي، د پروګرام په سمه توګه د تطبيق په موخه دې ولسونه د پرمختيايي شوراګانو لپاره وړ، لوستي او پاک خلک وټاکي.
په ورته وخت کې د پکتيا د ولايتي شورا رييس الله مير بهرامزوی هم د ولسي تړون د پروګرام په سمه توګه د تطبيق لپاره د همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، که چېرې دغه پروګرام په سمه توګه عملي شي، د پکتيا لرې پرتې سيمې به هم د ژوند له اساسي اسانتياوو برخمنې شي.
همداراز د دې ولايت د ښځو چارو رييسې نسرين اورياخېل د ولسي تړون پروګرام د ښځو د ځواکمنتيا لپاره ګټور وباله او ويې ويل، چې د جنسي مساواتو د اصل له مخې بايد خويندې هم په کليوالي پرمختيايي شوراګانو کې فعاله ونډه واخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA