د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوال هجرت الله رحماني په لارښوونه په دې ولسوالۍ کې د ځوانانو سالمې روزنې او په نشه يي توکو د ځوانانو روږدېدو مخنيوي په هدف د کرکټ سيالۍ ترسره شوې.
رحماني وايي، چې د ځوانانو ترمنځ يې د کرکټ سيالۍ په دې هدف ترسره كړې، ترڅو له يوې خوا هغوى بدني روزنې ته پاملرنه وکړي او له بل پلوه له نشو وژغورل شي.
نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه، چې د خپل ځان او ټولنې ښه والي او پرمختګ لپاره تعليم او ورزش وکړي.
رحماني ځوانانو ته سپارښتنه وکړه، چې له نشه يي توکو څخه ځان وساتي او خپل ټول وخت تعليم او ورزش ته ورکړي.
د کرکټ سياليو په پای کې د پچيراګام ولسوال يو شمېر لوبغاړي د نغدو پيسو په ډاليو هم ونازول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ