د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د پچيراګام ولسوالۍ تورې بوړې ته څېرمه د ګيره خېلو په کونج کلي کې تېره ورځ مازديګر ناوخته يو کاسټر موټر له لوړ ځاى څخه لوېدلى، چې له كبله يې څلور ماشومان وژل شوي دي.
د سرچينې په وينا، په پېښه كې۳۴ تنه ټپيان شوي هم دي، چې په كې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي.
سرچينه زياتوي، پېښه د کوژدې مراسمو په مهال د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له كبله رامنځته شوې ده.
ټپيان د درملنې په هدف د پچيراګام سيمه ييز او جلال اباد ښار حوزوي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام پر پېښې ژوره خواشينې ښودلې او د عامې روغتيا مسوولينو ته يې لارښوونه کړې، چې د ټپيانو په درملنه کې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې پرون نامعلومو کسانو يو ملکي وګړى په ډزو وژلى، چې په تور يې يو تن نيول شوى او تر پوښتنو لاندې دى.