ads

لغمان كې ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو د يوې نښتې په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون د دولت ۱۳ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396
لغمان كې ۱۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو د يوې نښتې په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون د دولت ۱۳ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، چې د مرکز اړوند په اليشنګ کلي کې د امنيتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښته کې اته وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې د وسله والو مشهور ځايي قوماندان جنت ګل هم شامل دى.
ځواک زياته کړه، چې قوماندان جنت ګل او د هغه ډلې په ياده سيمه کې په ډېرى جنايتونو، د سړک غاړو د ماينونو په ځاى پر ځاى کولو او د بې ګناه انسانانو په وينو تويولو کې لاس درلود او وخت ناوخت به يې د اليشنګ ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې تروريستي کړنې ترسره کولې.
د والي وياند دغه راز وويل، چې د نښتې په ترڅ کې يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى او درې نور برسېرن ټپيان شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA