ads

د شپږيزې سياليو د اتلولۍ جام د بند امير ښامارانو لوبډلې پورته کړ

د شپږيزه کرکټ ليګ پنځم پړاو سياليو د اتلولۍ جام د بند امير ښامارانو لوبډلې پورته کړ.
د پرونۍ پايلوبې پچه د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونوکې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د مس عينک اتلانو لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396

خو د مس عينک اتلانو لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړاى شو او د څلورو منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د پايلوبې وروستيو مراسمو کې د کرکټ بورډ مشرتابه، د کرکټ بورډ غړو، لوړو پوړو دولتي چارواکو، د ولسي جرګې غړو، د ټاكنو خپلواك کمېسيون مشرتابه او ګڼو مينه والو ګډون کړى وو.
د شپږيزه کرکټ ليګ سيالۍ د روانې سپټمبر مياشتې په يوولسمه نېټه پيل شوې وې او تېره ورځ پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د هېواد د ملي لوبغاړو ترڅنګ بهرنيو او نړيوالو نامتو لوبغاړو، لوبڅارانو، مبصرينو او روزنکو ګډون کړى وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA