ads

د خوست په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ کې د سربند او کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

د خوست په علیشېرو او تریزیو ولسوالۍ کې له څوارلس میلیونه د زیاتو افغانیو په ارزښت د سربند او کانال جوړېدو چارې پیل شوې.
د خوست والي حکم خان حبیبي وايي، د کانال او سربند په جوړېدو سره به دېرش زره جریبه ځمکه خړوبه شي او د جوړېدو چارې به یې لسو میاشتو کې بشپړې شي.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396

د حبیبي په خبره، د همدې زراعتي پروژې څخه به پنځلس زره کورنۍ ګټه پورته کړي.
عليشېر او تریزي سرحدي او زراعتي ولسوالۍ دي، چې ولسونه یې د روغتیا، زده کړو، رغنیزو او زراعتي برخو کې د اسانتیاوو له نشته شکایت کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA