ads

جوزجان كې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ نښته شوې

د جوزجان ولايت د قوش تپې ولسوالۍ په خان اقا او بيكسر سيمو كې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ نښته كې د دواړو لورو ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396
جوزجان كې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ نښته شوې
سخنگوی گروه تروریستی داعش

د جوزجان ولايت د قوش تپې ولسوالۍ په خان اقا او بيكسر سيمو كې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ نښته كې د دواړو لورو ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري كليد ته وويل، چې دا نښته پرون ماسپښين درې بجې پيل شوه او د ماښام تر شپږو بجو يې دوام درلود.
د هغه په وينا، د نښتې په مهال څلور داعشيان او يوولس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
غفوري زياته كړه، داعش وسله والو له جګړې وروسته د پنځو طالبانو جسدونه وسوځول.
دى وايي، ښايي د قوش تپې ولسوالۍ په چقمه چقور سيمه كې يادې وسله والې ډلې بيا سره ونښلي.
طالب او داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA