ads

توبه ګار: هلمند كې به هغه درملتونونه وتړل شي، چې په ناقانونه ډول فعاليت كوي

د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، هغه درملتونونه به وتړي، چې په غيرې قانوني ډول فعاليت کوي.
د هلمند د عامې روغتيا رئيس مولاداد توبه ګار كليد ته وويل، هغه ستونزې يې د حلولو په هدف له عامې روغتيا وزارت سره شريكې كړي، چې د دوى له وسه پورته دي.

نویسنده: sarwan
1 تله 1396

نوموړي زياته كړه، پر مرکز لښکرګاه ښار سربېره په ولسواليو کې يې هم پر درمل پلورنځيو څارنه پيل کړې ده.
د توبه ګار په وينا، ټول هغه درملتونونه به وتړي، چې د فعاليت جواز ونه لري.
د هلمند د عامې روغتيا رئيس وايي، تر ډېره حده يې د روغتيا په برخه کې هغه مسايل په نظر کې نيولي، چې ولسي خلک يې غوښتنه کوي.
خو د هلمند د مرکز او ولسواليو ځينې نور روغتيايي مسوولين بيا وايي، چې يادې ستونزې ددې ولايت رياست نه شي حل کولی او په خبره يې د عامې روغتيا وزارت بايد په دې برخه کې کار اقدام وکړي.
د يادولو ده، چې نه يوازې په هلمند، بلكې د هېواد په نورو ولايتونو كې هم د روغتيا په برخه كې ګڼې ستونزې موجودې دي او خلك له روغتيايي خدمتونو سر ټكوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA