ټاکل شوې نن د افغانستان د شپږيزه کرکټ ليګ پايلوبه ترسره شي. پايلوبه د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو تر منځ نن له غرمې مخې په ۱۱ بجو د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
د يادولو ده چې تېره ورځ په دويمه نيمه پايلوبه کې د بند امير ښامارانو کابل بازانو ته ماتې ورکړه او ددغه لوبو پايلوبې ته يې لاره ومونده.
په دې ليګ کې شپږ لوبډلو مس عينک اتلانو، د بندامير ښامارانو، د سپين غر پړانګانو، د بست ساتونکو، د امو نهنګانو او د کابل بازانو برخه اخيستې وه.
د يادولو ده چې سږ کال په دغه ليګ کې ډېر شمېر بهرنيو لوبغاړو هم ګډون کړی دی او دې ليګ ته يې ځانګړی اهميت ور بښلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ