هندي رسنۍ وايي، د سپټمبر په ۲۷مه نوې ډېلي کې د افغانستان- هند د پانګونې او سوداګرۍ نندارتون جوړېږي.
په ياد نندارتون کې به د افغاني او هندي سوداګرو او پانګه والو سربېره د نړۍ بېلابېل مشهور سوداګر هم برخه واخلي.
د دې نندارتون مالي ملاتړ د ( USAID) له لوري کېږي.
د هندي رسنيو د راپور له مخې هند دا کار وروسته له هغې کړی، چې د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ له هنده غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
هندي چارواکي وايي، له دې کاره يې هدف دا دی، چې په افغانستان کې پانګونې لپاره پانګوال او سوداګر دې ته وهڅوي، چې په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو فرصتونو ته پام وکړي.