ads

ميدان وردکو کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، ميدان وردکو ولايت کې د امنيتي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ۱۳ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
30 وږی 1396
ميدان وردکو کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي، ميدان وردکو ولايت کې د امنيتي ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ۱۳ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردکو ولايت د امنيې قومندانۍ وياند نقيب اميني کليد ته وويل، ياد عمليات د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سيمه کې ترسره شوي، چې په مهال يې نرخ ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي امين الله او ۱۱ تنه ملګري يې ټپيان شوي او يو تن قومندان يې وژل شوی.
اميني زياته کړه، په دې عملياتو کې د طالبانو يو مهم غړی مولوي حليم ګل يې ژوندی نيولی او د دوی د اوسېدو ځای يې په پوره ډول له منځه وړی دی.
د اميني په خبره، په تېره يوه مياشت کې د امنيتي ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې شاوخوا د دولت ۵۰ مخالف وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ميدان وردکو د امنيې قومندانۍ وياند وايي، په دې عملياتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA