ads

د پکتيا پوهنتون محصلينو (وينه ورکړئ ژوند وژغورﺉ) کمپاين پيل کړ

د پکتيا پوهنتون محصلينو د وينه ورکړئ ژوند وژغورﺉ تر عنوان لاندې د وينې د ورکړې کمپاين پيل کړ، چې تر لرې پرتو سيمو به ورسېږي.
دغه کمپيان تېره ورځ ناوخته د پکتيا والي شميم خان کټوازي له لوري د وينې په ورکړې سره پيل شو.

نویسنده: sarwan
30 وږی 1396
د پکتيا پوهنتون محصلينو (وينه ورکړئ ژوند وژغورﺉ) کمپاين پيل کړ

د پکتيا پوهنتون محصلينو د (وينه ورکړئ ژوند وژغورﺉ) تر عنوان لاندې د وينې د ورکړې کمپاين پيل کړ، چې تر لرې پرتو سيمو به ورسېږي.
دغه کمپيان تېره ورځ ناوخته د پکتيا والي شميم خان کټوازي له لوري د وينې په ورکړې سره پيل شو.
ّپه دې کمپاين کې چې د پکتيا پوهنتون يو شمېر محصلينو د وينې د ورکړې لپاره په رضاکاره توګه پيل کړی، موخه يې د بې ګناه انسانانو ژوند ژغورنه يادوي او په خبره يې دوی غواړي له دې لارې د سولې او بې ګناه انسانانو د ژوند د ژغورلو غږ د افغانستان تر لرې پرتو سيمو ورسوي.
د کمپاين د پرانيستې لپاره تېره ورځ ناوخته غونډه جوړه شوې وه، چې د پکتيا والي او د ولايتي ادارې ځينو مسولينو هم په کې برخه اخيستې وه.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د محصلينو دغه اقدام وستايه او په وسله والو مخالفينو يې غږ وکړ، چې دوی دې هم د وينې د توېيدو پرځای د انسانانو ژوند وژغوري.
کټوازي ددغه کمپاين د ښه ترسره کولو لپاره د ولايتي ادارې په نماينده ګۍ محصلينو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې روغتيايي کارکوونکي وايي، د وينې په ورکړې سره که د يو انسان ژوند ژغورل کېږي، په مقابل کې د بل انسان د روغتيا سبب هم ګرځي.
د يادولو ده، چې له دې وړاندې هم په پکتيا کې ځينو سياسي ګوندونو او مدني ټولنو هم د وينې د ورکړې کمپاينونه پيل کړي وو، خو د لوړ پوړو چارواکو ګډون او د وينې ورکړه په کې نوی ګام دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA