ads

کاپیسا کې یو انسان تښتوونکی نیول شوی

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، دوې نن سهار د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې یو انسان تښتوونکی نیولی، چې په دې ولايت کې يې انسانان د پیسو په هدف تښتول.

نویسنده: sarwan
29 وږی 1396
کاپیسا کې یو انسان تښتوونکی نیول شوی

د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، دوې نن سهار د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې یو انسان تښتوونکی نیولی، چې په دې ولايت کې يې انسانان د پیسو په هدف تښتول.
په دې اړه د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند محمد ایوب یوسفزي کلید ته وویل، چې انسان تښتوونکي په کاپیسا کې په وژنو او په زور د پیسو په اخیستو باندې هم تورن دی او پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړي دي چې نوموړی له کومې مافیايي ډلې سره لاس لري.
بل خوا د نجراب اوسېدونکي وايي، یو شمېر وسله وال شته چې له کابل او نورو ولایتونو څخه ځینې ماشومان یا پیسو لرونکي کسان تښتوي او د نجراب نا امنيو سيمو ته يې لېږدوي، چې هلته امنيتي ځواکونه په اسانۍ نه شي کولی ورشي.
دوس له حکومته غواړي، چې امنیتي ځواکونو باید د داسې پېښو مخینوي په اړه جدي ګام پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د کاپیسا په مرکز کې څو انسان تښتوونکي د پولیسو له خوا ونیول شول او اوسمهال د کاپیسا په زندان کې شپې تېروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA