د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د يو ښوونکي د وژل کېدو په تور درې تنه نيول شوي دي.
د زرمت اوسېدونکي وايي، درې ورځې وړاندې د دې ولسوالۍ په اورياخېلو کلي کې د شپې شاوخوا ۱۲ بجې درې تنه سيمه ييز پوليس د يو ښوونکي کور ته ورننوتلي، له هغه يې پيسې او يو شمېر وسايل په زوره وړي او هم يې وژلى دى.
د زرمت يو شمېر اوسېدونکي د سې شنبې په ورځ په احتجاجي ډول د ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو.
دوى د وژل شوي ښوونکي د قاتلينو د نيولو او مجازات کولو غوښتنه کوله.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت له کليد سره د خبرو په مهال وويل، په زرمت ولسوالۍ کې د ښوونځيو په ګډون ټولې دولتي ادارې فعالې دي.
هغه زياته كړه، د ښوونکي د وژل کېدو په قضيه کې تورن کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي او د قانون له مخې به مجازات شي.
د حسرت په خبره، ولايتي ادارې د سيمې د اوسېدونکو غږ اورېدلى او دغه قضيه به دوى خپله تعقيب کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ