ads

هلمند كې ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د افغان ګډو ځواكونو په ځمكنيو عملياتو كې د دولت دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
29 وږی 1396
هلمند كې ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ كې د افغان ګډو ځواكونو په ځمكنيو عملياتو كې د دولت دوه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د هلمند د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات تېره شپه ناوخته د ناوې ولسوالۍ په نګارې سيمه كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، د عبدالله په نوم يو ټپي له يو موټر سايكل او يوې مخابرې سره نيول شوى دى.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې په ناوې ولسوالۍ كې څلور شكمن كسان هم نيول شوي دي.
سرچينه وايي، په ناوې ولسوالۍ كې د بهرنيو ځواكونو د هوايي بريد له كبله د وسله والو طالبانو يو ډاټسن موټر، چې له چاودېدونکو توکو ډک و، له منځه وړل شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA