ads

هلمند كې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

د هلمند د کډوالو چارو رياست او آى سي اېف موسسې له لوري تېره ورځ په دې ولايت کې له شاوخوا ۱۲۰۰ بې ځايه شوو او بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو د مرستې لړۍ پيل شوه.

نویسنده: sarwan
29 وږی 1396
هلمند كې شاوخوا ۱۲۰۰ کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه

د هلمند د کډوالو چارو رياست او آى سي اېف موسسې له لوري تېره ورځ په دې ولايت کې له شاوخوا ۱۲۰۰ بې ځايه شوو او بېوزلو کورنيو سره د نغدو پيسو د مرستې لړۍ پيل شوه.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د مرستيال والي سردار محمد همدرد له قوله راغلي، چې دغه مرسته به په شفاف ډول ووېشل شي.
د هغه په وينا، دا لړۍ به روانه وي او هڅه به وکړي، چې په هلمند كې نورو بېوزلوکورنيو سره هم مرسته‌ وشي.
همدرد پر نړيوالو مرسته کوونکو ادارو د نورو مرستو كولو غږ وكړ.
نوموړى زياتوي، هرې كورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ وركول كېږي، چې د يوه ټيم له لوري به په شفافه توګه ووېشل شي.
د يادونې وړ ده، چې په هلمند كې د جګړو له كبله ګڼ شمېر كورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړې شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA