د هلمند د والي حيات الله حيات په ځانګړې سپارښتنې د نهر سراج ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې په تېرو درېيو ورځو کې شاوخوا ۱۲۰۰ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه شوه.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، پر يادې ځمکې خلکو خپلسري کورونه، دوکانونه او نومرې جوړې کړې وې، چې د ګرشک ولسوالۍ د املاکي کمېسيون له لوري د امنيتي ارګانونو په همکارۍ د غصب کوونکو له منګولو وژغورل شوه.
د سرچينې په خبره، له غصب څخه د ځمکو د خلاصون لړۍ دوام لري او ډېر ژر به ټولې ځمکې له غاصبينو خلاصې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ