د ننګرهار د برېښنا رياست چارواکي وايي، د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه لغمان او ننګرهار ته د لېږدول شوې برېښنا پرې شوو مزو تړلو ته لا هم وسله والو اجازه نه ده ورکړې.
د ننګرهار د برېښنا رئيس امېد سبا کليد ته وويل، وسله والو د سروبي ولسوالۍ د اوزبين مستۍ چينې په سيمه کې له نغلو څخه د لېږدول شوې برېښنا مزي په ډزو ويشتي، خو لا يې هم دوى ته د تړلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
نوموړي زياته كړه، سيمې ته يې قومي مشران لېږلي، ترڅو وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي او د برېښنا پرې شوي مزې بېرته وتړي.
د برېښنا لينونو د پرې کېدو له کبله په لغمان او ننګرهار ولايتونو کې زرګونه کورنۍ له برېښنا بې برخې شوې دي.
بل لورته د لغمان د والي وياند ويلي، چې د دغه ولايت د برېښنا رياست کار کوونکي د لينونو پرې شوې سيمې ته پر لاره دي او د ورځې تر پايه به پرې شوي لينونه بېرته وتړل شي.
د کابل سروبي ولسوالۍ څخه لغمان او ننګرهار ته لېږدول شوې برېښنا ډېر کله د باد باران او وخت ناوخت بيا د وسله والو ډلو له لوري پرې کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ