د شپږيزه كركټ ليګ د دويم پړاو سياليو لومړۍ لوبه كې نن د مس عينک اتلانو د بند امير ښامارانو ته په ۲۴ منډو ماتې وركړه او پايلوبې ته ووتل.
نن ماسپښين به د کابل بازانو او بُست ساتونکو ترمنځ لوبه ترسره شي، چې ګټونكې لوبډله به يې پايلوبې ته د وتلو لپاره د بند امير ښامارانو سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د شپږيزه كركټ ليګ سياليو پايلوبه د جمعې په ورځ ترسره كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ