ads

انسان تښتوونکو د هرات د ګمرګ ۳ تنه کارکوونکي وژلي

د هرات سیمه ییز چارواکي د دې ولایت د ګمرک د درېيو کارکوونکو د جسدونو د موندلو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، تېره ورځ يې د یاد ولایت کهسان ولسوالۍ کې درې جسدونه موندلي دي.

نویسنده: sarwan
29 وږی 1396
انسان تښتوونکو د هرات د ګمرګ ۳ تنه کارکوونکي وژلي

د هرات سیمه ییز چارواکي د دې ولایت د ګمرک د درېيو کارکوونکو د جسدونو د موندلو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، تېره ورځ يې د یاد ولایت کهسان ولسوالۍ کې درې جسدونه موندلي دي.
د فرهاد په وینا، په وژل شوو کسانو که دوه تنه د هرات ولایت د ګمرګ کارکوونکي او یو تن د هغوی موټر چلوونکی و، چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخکې اسلام قعله ښارګوټي ته په لویه لار کې د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي وو.
د فرهاد په وینا انسان تښتوونکو د یادو کسانو له کورنیو پيسې غوښتې وې، خو په خبره يې د دوی کورنيو ورته پيسې چمتو کړې وې، خو بیا يې هم وژلي دي.
فرهاد ټینګار وکړ، چې امنیتي ځواکونه د پېښې د عاملينو نيولو په هڅه کې دي او ډېر ژر به يې ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA