د ملي اردو چارواکي وایي، کونړ ولایت کې یې د سېلاب ۳۴ په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کليد ته وويل، چې نن سهار یې د کونړ د وټه پور ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي اردو په مشرۍ له ملي، سیمه ییزو او ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د سېلاب ۳۴ په نوم ګډ چاڼیز عملیات پیل کړل.
سرچینې ویلي دي، د یادو عملیاتو موخه یې په سیمه کې د حکومت ضد وسله والو د تخریبي کړنو مخنیوی او د دوی ځپل دي.