په ننګرهار کې د روغتیا پالانو له لوري دوی ته د ور پېښو ګواښونو له امله پیل شوی کار بندیز له یوې نیمې ورځې وروسته پای ته ورسېد.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، چې له مرکزه د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په مشرۍ راغلي پلاوي د ننګرهار سرپرست والي او امنیې قومندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي سره له اوږدو خبرو وروسته، ټولو هغه روغتیا پالانو چې کار بندیز یې اعلان کړی و، خپلې چارې بېرته پیل او شوی اعتصاب پای ته ورساوه.
نوموړی وایي، په دغه ناسته کې پرېکړه شوې، چې د روغتیا پالانو او امنیتي ارګانونو استازو له لوري به روغتیایي سکتور پرمخ پرتو ستونزو ته د حل لاره پیدا کېږي.
روغتیا پالان بیا وایي، دوی ولایتي او مرکز حکومت ته یوه میاشت وخت ورکوي، که چېرته یې ورته ستونزې حل نه کړې نو خپل کاربندیز به له سره بېرته پیل او د خپل حق غوښتلو لپاره به لاریونونه ترسره کړي.