د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه لغمان او ننګرهار ته د لېږدول شوې برېښنا مزي د وسله والو له لوري پرې شوي دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې نن غرمه یوولس نیمې بجې د سروبي ولسوالۍ د اوزبین مستۍ چینې په سیمه کې وسله والو طالبانو له نغلو څخه د لېږدول شوې برېښنا مزي په ډزو ویشتي دي.
د برېښنا لینونو د پرې کېدو له کبله په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه بې برخې شوې دي.
نوموړی وایي، د لینونو د پرې کېدو علت معلوم نه دی، خو دوی سیمې ته قومي مشران لېږلي ترڅو له وسله والو سره خبرې وکړي او بېرته د برېښنا پرې شوي لینونه وتړي.
د کابل سروبي ولسوالۍ څه لغمان او ننګرهار ته لېږدول شوې برېښنا ډېر کله د باد باران او وخت ناوخت بیا د وسله والو ډلو له لوري پرې کېږي.