ads

د عامې روغتيا وزير د ډاكټرانو د ستونزو د حل لپاره ننګرهار ته سفر کړی

په ننګرهار کې د امنيتي ستونزو له كبله د لسګونو ډاكټرانو د کاري اعتصاب پاى ته رسولو په هدف د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز دغه ولايت ته سفر وکړ.

نویسنده: sarwan
28 وږی 1396
د عامې روغتيا وزير د ډاكټرانو د ستونزو د حل لپاره ننګرهار ته سفر کړی

په ننګرهار کې د امنيتي ستونزو له كبله د لسګونو ډاكټرانو د کاري اعتصاب پاى ته رسولو په هدف د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز دغه ولايت ته سفر وکړ.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د فېروز په مشرۍ يادو ډاکټرانو د ولايت سرپرست والي او امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي سره، چې د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال او د ولايتي شورا غړو هم شتون درلود، ناسته وکړه.
د ډاکټرانو د ستونزو له اورېدو وروسته لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي وويل، ولايتي اداره په ټول توان سره د قانون په چوکاټ کې له شته امکاناتو څخه د ننګرهار ولايت د ټولو ولسونو په ځانګړي ډول د ډاكټرانو د امنيت خونديتوب په برخه کې جدي ده.
هغه د عامې روغتيا وزير او ډاکټرانو څخه وغوښتل، چې په ګډه يوه منظمه طرحه جوړه کړي، چې له مخې يې کاري اعتصاب پاى ته ورسېږي او دوى وکولاى شي د ډاکټرانو ستونزې ته د قانون په چوکاټ کې د حل لاره ومومي.
د عامې روغتيا وزير هم له ډاكټرانو وغوښتل، چې د خلکو ستونزو ته په کتو خپل کاري اعتصاب پاى ته ورسوي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي .
ټاکل شوې د ډاکټرانو د کاري اعتصاب ستونزې ته ډېر ژر د خبرو او پرېکړو په ترڅ کې د پاى ټکى کېښودل شوي.
بل لورته يو شمېر سرچينو کليد ته وويل، چې تېره شپه د عامې روغتيا وزير د درمل پلورونکو د اتحاديې او روغتيا پالانو سره په يوې ګډې طرحې کار کړی، ترڅو يې په عملي کېدو سره د روغتيا پالانو ستونزې حل او کار بنديز پای ومومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA