ads

خوست کې د کاروان پريمير ليګ په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو کې د کاروان پريمير ليګ په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د خوست د فوټبال فډراسيون مسوول عبدالفتاح واکمن وايي، دا لوبې تېره ورځ مازديګر پيل شوې دي.

نویسنده: sarwan
28 وږی 1396
خوست کې د کاروان پريمير ليګ په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسواليو کې د کاروان پريمير ليګ په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د خوست د فوټبال فډراسيون مسوول عبدالفتاح واکمن وايي، دا لوبې تېره ورځ مازديګر پيل شوې دي.
د ده په خبره، په دې لوبو کې ۶ لوبډلې لوبېږي، چې هره لوبډله به د بلې پر وړاندې پنځه لوبې ترسره کوي.
واکمن زياتوي، دغه لوبې به ۲۰ ورځې دوام وکړي.
د پيل لوبه دوستانه ترسره شوه، چې دواړو لوبډلو ته د فډراسيون له لوري ۲۰ جوړې د فوټبال لوبو لباسونه او همدومره جرابې ورکړل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA