د كندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ كې پرون ټرافيكي پېښې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وايي، پېښه د يوه ټونس او يوه هاموې نظامي موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
د کندوز د حوزوي روغتون رئيس نعيم منګل وويل، چې په دې پېښه كې اووه تنه وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
د منګل په خبره، په وژل شوو كې دوه ماشومان، درې ښځې او دوه نارينه شامل دي.
د خان اباد ولسوال د پېښې علت د موټر چلوونکو تېز سرعت ګڼي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ